د هند حکومت جایزه ګټونکې ښځینه فوټو ګرافر ثنا ارشاد د امریکا تګ څخه ایساره کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
دهند حکومت جایزه ګټونکې کشمیرۍ فوټوګرافر ثنا ارشاد متو د امریکا ته د تګ مخه نیولې دې او هغه ی امریکا ته د تګ څخه منع کړې ده.
جایزه ګټونکې عکاسه ثنا ارشاد متو غوښتل چې له نوي ډیلي څخه نیویارک ته د پلیټزر جایزې ترلاسه کولو لپاره سفر وکړي.
د امریکا د ویزې او د هوايي کرښې ټکټ سره سره د کډوالۍ چارواکو هغه په هوايي ډګر کې بند کړ او د بهرنیو سفرونو د بندیز لامل یې هم ونه ویل.
ثنا ارشاد متو له رویټرز سره تړاو لري او د کورونا وبا پر مهال د کوریج لپاره د فیچر فوټوګرافي کټګورۍ کې د پولیټزر جایزه ورکړل شوې.
کشمیري عکاس ته مخکې د جولای په میاشت کې پاریس ته د سفر اجازه ورنکړل شوه، چیرته چې هغې غوښتل د کتاب د خپریدو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.
…………………………………………….






