نواز شریف شپږ د فوځ سرلښکر ټاکلي، که عمران خان د فوځ سرلښکر د ټاکنې دومره شوق لري نو پارلیمان کښې د خپله شمیره پوره کړي: مریم اورنګزیب

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب د فوځ د مشر د ټاکلو په اړه د عمران خان بیان له امله په عمران خان نیوکې کړې دي.
مريم اورنګزېب په خپل يو بيان کې ويلي چې نوازشريف په هېواد کې شپږ دفوځ سرلښکران ټاکلي او عمران خان دفوځ سرلښکر ټاکلو لپاره منتونه کوي ، هغې اوویل چې عمران خان به دا ټاکنه و نه کړي.
هغه ویلي دي چې عمران خان د فوځ د ټاکل کیدو لپاره دومره لیواله دی او شوق لري نو هغه دې به پارلمان کې خپل شمیره پوره کړي.د اطلاعاتو وزیر وویل چې د ضمني انتخاباتو ګټل په دې معنا نه دي چې تاسو په اسلام اباد باندې د یرغل کولو جواز لرئ.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې پخواني وزيراعظم او د پاکستان د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي وو چې مونږ به صرف په اکتوبر کښې مارچ وکړو ، هغه دا هم ویلي وو چې نواز شريف او آصف زرداري دې د آرمي چيف په ټاکنه کښې برخه و نه لري.
…………………….






