عمران خان خوښ دې چې د ټاکنو کمیشن موجوده مشر تر څارنې لاندې عام ټاکنې ترسره شي اوی دوی به هم په ټاکنو کښې برخه واخلي
باغی ټي وی رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د اوسني چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا تر څارنې لاندې ټاکنو ترسره کولو او په دې ټاکنو کښې د برخه اخستلو په اړه خواهش څرګند کړے دے۔
په یوه مرکه کې عمران خان وویل چې بله چاره نشته.
پخواني لومړي وزير د پټو اړيکو خبره ومنله او ويې ويل چې سياسي ګوندونه د پټو اړيکو دروازې خلاصې ساتي، اسټيبلشمنټ د دوی د حکومت د سقوط مخه نيولې وای، ادارې يې درلودې.
عمران خان زياته کړه چې اسټيبلشمنټ ته دا هم وئيلي شوي وو چې که اپوزيشن کامياب شو نو اقتصاد به دوی قابو نه کې شی او په دې هیواد کښې به اقتصادي بحران راشي.
…………………….