سندهه به له آصف زرداري آزدوم، په دې ملک کښې غټ غټ غلا خوشي کیږي او واړه غلا نیول کیږي: عمران خان په کراچۍ کښې غونډې ته وینا
باغی ټی وي ربورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په کراچۍ کې یوې جلسې ته د وینا پر مهال وویل چې د مارچ نه وروسته به په سندهـ تمرکز وکړم، د سندهـ هرې ضلعې ته به لاړ شم، سندهـ به له زرداري ازاد کړم.
په کراچۍ کې یوې جلسې ته په وینا کې عمران خان وویل، زه له ایم کیو ایم څخه پوښتنه کوم چې ایا دوی له زرداري سره ناست دي؟ ایا پیپلز پارټۍ د کراچۍ ستونزې حل کړې؟
هغه وويل، چې د اوسني حکومت له راتګ سره د انفلاسيون ټول ريکارډ مات شوي، دښمن ته هم دومره زيان نه دى اوښتى، څومره چې د دې غلو په لګولو سره شوى دى.
هغه وویل چې زما حکومت د یوې بهرنۍ دسیسې له مخې ړنګ شو، لویو غلو له دېرشو کلونو راهیسې هېواد لوټ کړ، کله چې حساب پیل شي، تښتي او بیا معامله کوي.
عمران خان وویل چې کراچۍ د پاکستان د مالیې انجن دی، کله چې کراچۍ پورته شي نو پاکستان پورته ځي او کله چې د کراچۍ صحت خراب ،دلته وضعیت خراب شي نو د ټول ملک صحت او حالت خرابیږي.
د پي ټي آئي چيئرمېن وويل معاشداره طبقه اندېښمنه ده، قوم په قرض کې دی، شپږ مياشتې وړاندې کله چې مونږ پرېښودو نو پټرول 150 روپۍ ؤ، زمونږ له وتلو وروسته اوړه هم له 100 روپو پورته دي، زه به کراچۍ ته هم راځم، زرداري مافيا د سندهـ خلک یې غلام کړي دي.
عمران خان زیاته کړه چې مریم نواز، شهباز بري شوي، نواز شریف او زرداري به باعزته بري کېږي، یوازې واړه غله به نیول کېږي، لوی غل به نه نیول کېږي.
نور خبرونه
ایم کیو ایم د حکومت څخه د جلا کیدلو په پلان باندې غور پیل کړې دې
د پي ټي آيي مشرې ملګري ملتونو ته د پاکستان په اړه شکایت کړې دې
پنجاب حکومت وفاقی وزیرې مریم اورنګزیب ته پولیس سټیشن ته راغوښتلو لپاره نوټس جاري کړې دې