د تیلو په تولید کښې کمې، د امریکا سعودي عرب ته ګواښ په اړه د سعودي عرب دریځ مخې ته راغلې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر دا دریځ د اوپیک پلس لخوا د تیلو تولید کمولو پریکړې په اړه څرګند کړ.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل چې سعودي عربستان د روسیې ملاتړ نه کوي، موږ هڅه کوو چې د تېلو د بازار ثبات تامین کړو.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا پریکړه د تیلو تولیدونکو هیوادونو او مصرف کونکو ته ګټه رسوي ، د نرخ کمولو پریکړه د 22 هیوادونو لخوا په متفقه توګه شوې چې بازار یې مثبت ځواب ورکړ.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی وو چې سعودي عربستان به د تیلو د تولید د کمولو د پریکړې په بدل کښې د خطرناکو پایلو سره مخ شي.
اړوند خبر
د تیلو په تولید کښې کمي، امریکا سعودي عربستان ته ګواښ کړې دې






