د تیلو په تولید کښې کمي، امریکا سعودي عربستان ته ګواښ کړې دې

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا ولسمشر جوبایډن سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی چې ریاض به د اوپیک د تیلو تولید کمولو پایلې ولري.

جوبایډن امریکايي رسنیو ته د یوې مرکې پر مهال ویلي، چې دی به ونه وايي، چې کوم اقدام یې په ذهن کې دی، خو ډاډه دی، چې پایلې به ولري.

باید یادونه وشي چې سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې باور دی چې امریکا باید د تېلو د تولید د کمولو د پرېکړې له امله له سعودي عربستان سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړ
د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، د امریکا ولسمشر ویلي اوس د دې وخت رارسېدلی چې دا یقیني شي چې د امریکا او سعودي اړیکې د امریکا په ملي ګټو کې دي.

بلخوا جوبايډن له امريکايي رسنيو سره په مرکه کې ويلي، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به په اسانۍ سره پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړي، د امريکا ولسمشر وويل، فکر نه کوي چې د روسيې ولسمشر به د اوکراين په جګړه کې تاکتيکي اټومي وسلې وکاروي.
د G20 سرمشریزې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر پوتین سره د لیدنې په اړه، ولسمشر بایډن د خبرو اترو د دروازې تړلو څخه ډډه وکړه او ویې ویل چې هغه د ولسمشر پوتین سره د لیدو اراده نلري. خو که ولسمشر پوتین دا اقدام وکړي او ووايي چې غواړي د باسکټبال ستوري بریټني ګرینر د خوشې کولو په اړه خبرې وکړي، دوی به سره وویني، نو دا غونډه به د روسیې د ولسمشر په چلند پورې اړه ولري.

د یادولو وړ ده چې د تیلو د تولیدونکو هیوادونو سازمان اوپیک پلس پریکړه وکړه چې د نړۍ د اقتصاد او د تیلو د بازار د ناڅرګند حالت له امله د نومبر څخه د تیلو تولید کم کړي.
د تېلو د صادرونکو هېوادونو ۱۳ کسیز سازمان (OPEC) او د هغې ۱۰ متحدینو تېره اوونۍ د تېلو تولید د ورځې دوه میلیونه بېرله کم کړ. د ژمي په پیل کې له دې اقدام سره د نفتي توکو بیې د لوړېدو تمه کېږي.

له بلې خوا د امریکا متحده ایالاتو د اوپیک پلس د پریکړې مخالفت او انتقاد کړی او ویلي یې دي چې روسیه به د تیلو د تولید له کمیدو څخه ګټه پورته کړي.
…………………………

Leave a reply