د واده کولو څخه انکار ، یو هلک په جینې تیزاب اچولي دي

باغی ټي وي رپورټ
سرګودها کښي ځوان کور ته ننوتی او د وده څخه په انکار ئي د یو جینې په مخ تیزاب اچولی دی، پولیس ملزم ګرفتار کړی او مقدمه ئي درج کړی ده.
د پوليس ترمخه د تحصيل سلانلي کښې رستم علي د محمد لطيف په نوم يو کس د خپلې لور د تعلق غوښتنه کړې وه خو کله چې رستم انکار وکړو نو کور ته ورننوتو او په نجلۍ تېزاب اچولے شو.
د تیزاب د برید په پایله کې د نجلۍ مخ سخت سوز شوی او په نازک حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې د سپټمبر په وروستيو کې په کراچۍ ښار کې د تېزاب اچولو يوه پېښه هم رامنځته شوې وه، چې خاوند يې پر خپلې پخوانۍ مېرمنې تېزاب وغورځول، چې له امله يې مخ او لاسونه سخت سوځېدلي وو.
……………………..





