د عمران خان یوه بله وینا دروغ ثابته شوې ده، عمران خان یو طاقتور وزیراعظم وو او سپریم کورټ هم دده په وړاندې بې وسه وو: احسن اقبال

0
160

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي عمران خان د تاريخ تر ټولو قوي وزيراعظم اختيارات لري او سپريم کورټ هم د هغه په وړاندي بي وسه وو۔
د جيو نيوز له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې نوموړي وويل چې اوس د عمران خان د فشار له وجې عدالتونه لرې شوي، د کومو په ضد چې مقدمې جوړې شوي هغه په ميرټ بري کيږي، شهباز شريف هم په ميرټ بري شوی دی.

ده ووئيل چې د عمران خان خلاف مقدمې د مضبوطو ثبوتونو په بنياد دي، كله چې ډيلي مېل د شهباز شريف خلاف خبر خپور كړو نو هغه دغه خبر په انګلستان كښې چیلنج كړو۔
وفاقي وزير زياته کړه چې ولې عمران خان د فنانشل ټائمز لخوا د عمران خان د بهرنۍ فنډنګ په اړه خپور شوي رپورټ ته چيلنج نه کوي ځکه چې هغه پوهيږي چې که خبره د برطانيې محکمې ته لاړه نو هغه به مني.

ياده دې وي چې له دې وړاندې لاهور کې له سينئر خبريالانو سره په خبرو کې عمران خان ويلي و، چې که په درې نيمو کلونو کې يې نيم واک هم ترلاسه کړی وای، نو له شېرشاه سوري سره به يې مقابله کړې وای.
اړوند خبره

عمران خان ویلي دي که درې نیم کاله کښې نیم واک هم راکړل شوې وې نو د شیر شاه سوري سره به مو مقابله کړې وې

Leave a reply