د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد: مثبت سیاسي تعامل هېوادونه سره نږدې کولی شي.

د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد: مثبت سیاسي تعامل هېوادونه سره نږدې کولی شي.
حمادشیرزاد باغي ټي وي راپور.
12 اکتوبر 2022
د افغان دولت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن ورځ ارګ کې د “افغانستان او سیمهييز اتصال: فرصتونه او ننګونې” تر نامه لاندې په یوه علمي سمینار کې د خپلې وینا پر مهال وویل: چې مثبت سیاسي تعامل هېوادونه سره نږدې کولی شي.
مجاهد د خپلو خبرو پر مهال وویل مهمه دا ده چې د دغه سیمه ییز اتصال په وړاندې ستونزې او مشکلات درک او رفعه شي، تر څو له دغه اتصال نه ټول برخمن شو.
هغه وویل چې په ټوله کې اوسنی فرصت چې فعلي د افغانستان امنیت دی، دغه اتصال ته زیاته ګټه رسوي؛ خو د دغه امنیت ثبات او دوامداره کیدلو ته شدیده اړتیا ده.
هغه له ټولو امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو د امنیت تر څنګ په خپلو برنامو کې دغې ته هم ځای ورکړي چې دغه امنیت د سیمه ییز اتصال، د خپل هیواد د رفاه او پرمختګ لپاره وکاروي او افغانستان په یو داسې چوک بدل کړي چې بیا د سیمې او نورو هیوادونو ته دا مهم او دلته خپلې ګټې خوندي ساتلو لپاره د افغانستان په وړاندې د منفي فکر نه تیر شي.
اړوند موضوعات
د افغان دولت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: وحدت او یووالی زموږ د هرې بریا راز دی.
هغه وویل افغانستان په داسې یو تجارتي مرکز بدلول غواړي چې بیا هغه ښکیل هیوادونه دلته د خپلو ګټو د خوندي ساتلو لپاره ورته د افغانستان امنیت مهم شي، هغه د مثال په توګه د متحده عربي اماراتو هیواد یاد کړ چې نن یو ستر تجارتي مرکز او د ټولې نړۍ ګټې پکې خوندي دي.






