د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان کې د جاپان له سفیر سره کتلي.

0
150

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي افغانستان کې د جاپان له سفیر سره کتلي.

12 اکتوبر 2022

د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې تیره ورځ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په کابل کې د جاپان هېواد سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا وکتل.

په دې کتنه کې افغان خارجه وزیر د جاپان له بشري مرستو څخه د مننې ترڅنګ له افغانستان سره د زیربنایي پروژو په برخه کې د دغه هېواد د همکاریو غوښتنه وکړه او د ډاکټر ناکامورا د نیمګړو پروژو په پیلولو یې ټینګار وکړ.

 

همدارنګه د بهرنیو چارو وزیر په اقتصادي برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، له بهرنیو مرستو پرته د دولت د بودیجې تصویب، د عوایدو راټولولو، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې، روږدو کسانو د درملنې او بشري حقونو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

اړوند موضوعات

 وزارت امور خارجه حضور تروریست ها در افغانستان را تکذیب کرد   

 

په پای کې د جاپان سفیر په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د بشري حقونو په برخه کې یې په لازیاتي توجه ټینګار وکړ.

Leave a reply