نغمه: موسیقي او هنر د ټولنې اړتیا ده او باید مخه یې ونه نیول شي
نغمه: موسیقي او هنر د ټولنې اړتیا ده او باید مخه یې ونه نیول شي
افغانستان مشهورې او وتلې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې ټولنه د ډوډۍ، اوبو او هوا په څېر هنر او سندرو ته هم اړتیا لري، نوموړې له طالبانو وغوښتل چې د هنر او موسیقۍ مخه دې په افغانستان کې نه نیسي.
(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
افغانستان مشهورې او وتلې سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې ټولنه د ډوډۍ، اوبو او هوا په څېر هنر او سندرو ته هم اړتیا لري، نوموړې له طالبانو وغوښتل چې د هنر او موسیقۍ مخه دې په افغانستان کې نه نیسي.
نوموړې همداراز وویل چې څنګه چې تمه کېدله افغانستان د هغسې سولې څښتن نشو، آغلې نغمې وویل چې موږ تمه لرله چې افغانستان ته د سولې راتګ به په سندرو او اتڼونو نمانځو؛ خو داسې ونشول او افغانستان ته د سولې له راتګ سره سندره چپ او خلک ناهیلي شول.
دې وویل چې افغانان او په ځانګړي ډول هنرمندان او سندرغاړي ناهیلي دي، او کومې تیاریانې چې دغې ډلې د سولې راتګ لپاره نیولې وې ضایع شوې.
نوموړې د هغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان بدل شوي وویل؛ د دوی څېرې ندي بدلې شوي ، خو هیله لرم چې اعمال به یې د تېرې دورې د طالبانو په څېر نه وي او خلکو ته به اجازه ورکړي چې له ژوند، سندرې او هنر څخه خوند واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه نیمه میاشت طالبان په افغانستان کې واکمن شوي او یو شمېر محدودیتونه یې وضع کړي، که څه هم طالبانو د هنر او موسقۍ د بندیز په اړه تر اوسه رسمي څه ندي ویلي؛ خو هنرمندان له هېواد څخه په تېښته دي او له هېواد څخه د باندې هنرمندان افغانستان کې د هنر او موسیقۍ د له منځه تللو له وېرې په ډار کې دي.