داعش افغانستان کې د طالبانو لپاره یو بل سرخوږي

0
109

داعش افغانستان کې د طالبانو لپاره یو بل سرخوږی

داعش د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پرضد حملې زیاتې کړې دي او دغې ډلې ته یې مرګ ژوبلې اړولي دي.

 

(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

داعش د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پرضد حملې زیاتې کړې دي او دغې ډلې ته یې مرګ ژوبلې اړولي دي.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم داعش ډلې وویل چې د طالبانو پر ضد به جګړه کوي او تر هغو به په کرار کښې نني چې افغانستان کې یې اسلامي دولت نه وي راوستلی.

اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یاده ډله د طالبانو له تکتیکونو په استفادې په طالبانو حملې کوي، یادې ډلې وړمه ورځ ننګرهار ولایت کې د طالبانو په موټرو چسپکي ماینونو څخه په استفادې شلو طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

همدا راز یادې ډلې د کابل په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو پر ضد له چریکې بریدونو او وژنو هم مار اخلي.

امریکا هم څو ورځې وړاندې ویلي ؤ چې که طالبان وغواړي دوی به ورسره د داعش په ځپلو کې مرسته وکړي؛ خو د طالبانو ویاند بیا ویلي چې داعش په افغانستان کې جدي ګواښ ندی او دوی کولی شي د داعش پر ضد عملیات وکړي او له منځه یې یوسي.

Leave a reply