د نیوزي لینډ او انګلینډ کرکټ لوبغاړو او بورډ له شرم په کار دې: د افریقې خبریال

0
92

باغي ټي وي رپورټ
د جنوبی افریقې یو سپورټس خبریال اسټورټ هیس په خپل کالم کښې لیکلي دي چې نیوزي لینډ او انګلیند د کرکټ بورډ او ددې هیواد د کرکټ لوبغاړو له شرم په کار دې چې دوی په پاکستان کښې د لوبه کولو نه انکار وکړو.

د جیو نیوز یو رپورټ مطابق د جنوبي افریقې خبریال لیکلي چې پاکستان ددې هیوادونو دورې ځکه وکړي چې د کرکټ بورډ ی آمدن زیات شی خو په ځواب کښې دې هیوادونو د پاکستان کرکټ بورډ او لوبغاړو بې عزتي وکړه او په پاکستان کښې ی د لوبې نه انکار وکړو.
اسټورټ لیکي چې پاکستان په سخت وخت کښې هم د جنوبي افریقه دوره کړې او دلته ی لوبه کړې.
خبریال لیکي چې د پاکستان ټیم د کورونا مرض په سخت وخت کښې هم د نړۍ هیوادونه دورې وکړې چې د کرکټ لوبه جاري وی.
اسټورټ لیکي چې پاکستان په سخت وخت کښې د جنوبي افریقې دوره وکړه ، هغه وخت کښې چې یو ټیم هم جنوبي افریقې ته نه راتلو نه پاکستان کرکټ ټیم د جنوبي افریقه دوره وکړه او دلته ی یو اضافي میچ هم وکړو.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د نیوزي لینډ کرکټ لوبغاړو د لوبه پیل کیدو په ورځ په پاکستان کښې د لوبه کولو نه انکار وکړو، د نیوزی لینډ کرکټ بوري او دولتی چارواکو دا بیان وو چې دوی د پاکستان کښې سیکوریټی ستونزه وه.
د پاکستان وزیرداخله شیخ رشید هم په یوه خبري غونډه کښې ویلی وو چې نیوزي لینډ دوره د یو سازش لاندې ختمه کړې شوه او دوی ته څه امنیتي ستونزه نه وه.

Leave a reply