د صوبایی حکومت او استاذانو خبرې کامیابې شوي، استاذانو د احتجاج ختمولو اعلان کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
پيښور کښي د پرائمري سکولونو استاذانو او حکومت ترمينځه مذاکرات کامياب شوي دي۔
د لومړنيو ښوونکو اتحاديه وايي، چې د پوهنې رياست له لوري به يې ليکلي قراردادونه نن ښوونکو ته وسپاري، چې وروسته به يې لاريون پای ته ورسېږي او نيول شوي ښوونکي به هم نن خوشې شي.
رسنیو سره په خبرې کې د خیبر پښتونخوا د تعلیم څانګې ډایریکټر حافظ ابراهیم وویل چې د پرائمری
سکولونو له استاذانو سره خبرې اترې کامیابې شوې، د ښوونکو احتجاج پای ته رسولی دی، هغه وویل د غوښتنو هوارولو لپاره یې ۹ کسیزه کمېټۍ جوړه کړې وه چې پکې درې غړي شامل دي. د لومړنیو ښوونکو ټولنه. ټولنه به یوځای شي.
د پوهنې رييس وويل، چې ياده کمېټه به په څلوېښتو ورځو کې د ښوونکو غوښتنې او وړانديزونه ماليې رياست ته وسپاري.
ياده دي وي چي استادانو د سروس سټرکچر او نورو غوښتنو په حقله د تيرو پينځو ورځو راهسي احتجاجي مظاهرې ته دوام ورکړې وو چي د احتجاج په اوله ورځ هم استاذانو باندي ډزي او اوښکي بهونکي ګيس استعمال کړے شوي وو۔ ګنړ شمیر استاذان ټپیان شوي وو او په زندان کښې اچول شوي وو.
…………………………..
اړوند خبرونه
اپټا لنډیکوتل هم په پیښور کښې د استاذانو احتجاجي پرلت په اړه لویه پریکړه کړې