د سرکاري پرایمرۍ سکولونو استاذانو غوښتنې کومې کومې دي؟

0
172

باغی ټي وي رپورټ
نن په ۵ ورځ هم په پيښور کښې د صوبې او قبایلي سیمو د پرایمرۍ سکولونو استاذانو احتجاج دوام لري ، نن د اپټا خیبر پښتونخوا صدر عزیزالله خوشې کړې شوې دې او د حکومت سره مذاکرات روان دي.
ویل کیږي چې د استاذانو د غوښتنو او حکومت سره د خبرو لپاره یوه ۹ نهه غړیو کمیټي جوړه شوې ده.
د اپټا صدر عزیز الله په ټولنیزو رسنیو خپور د راپور مطابق د استاذانو غوښتنې څه په دې ډول دي.
1) د پرایمرۍ سکولونو استاذانو د سروس بنیادي سکیل دې 15 کیښود شي.
د پرائمری هیډ ماسټرانو سکیل دې 16 او سکیل 17 ته اوچت شي.
2) د تقاعد د اصلاحاتو په پایله کې باید د میاشتني کمښت پریکړه واپس واخلي او د 2011 او 2015 الاؤنس باید په میاشتني تقاعد کې شامل شي.
3) د پرایمرۍ سکول استاذانو د چارج الاؤنس مراسله باید خپره کړې شي.
نوموړي په پیښور کښې په احتجاجي پرلت کښې زیات شمیر کښې د ګډون لپاره د استاذانو څخه مننه وکړه.
دا خبره مهمه ده چې نن په پیښور کښې ګنړ شمیر ښځینه استاذانې هم د اپټا په احتجاجي پرلت کښې شریکې وې او د صوبایی حکومت څخه ی غوښتنه وکړه چې ددوی غوښتنې دې اومنل شي او استاذانو له دې خپل حق ورکړل شي.

…………………….

Leave a reply