پاک آرمي د شارټ ګن، لانګ رینج او د وړو وسلو سیالۍ ګټل دي

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستان د پوځ د رائفل ایسوسی ایشن د ۴۲مې دورې په اختتامیه مراسمو کې ګډون وکړ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) ترمخه په جهلم ګیریژن کې ترسره شوې د انټر فارمیشن مقابلې کې منګلا کور په اول او بهاولپور کور په دویم نمبر راغلی.
د آئي ايس پي آر له مخې د پاکستان پوځ د شارټ ګن، لانګ رينج او د وړو وسلو مقابلې ګټلې دي.
د آئي ايس پي آر له مخې آرمي چيف د نښه ويشتونکو د مهارتونو ستائنه وکړه او ويې ويل چې د ډزو مهارتونه د بنيادي فوځ تربيت مهمه برخه ده۔






