یو ولاړ افغان حکومت کولې شی د افغان خاورې امنیت ټینګ وساتي: پاکستان
باغي ټي وي رپورټ
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي په نیویارک کښې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډه کښې شرکت لپاره سفر کړې. قریشي په نیویارک کښې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ملاقات وکړو او په یو شمیر مسلو ی ورسره ټینګار وکړو.
د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي جوړجاړي لپارې هڅې کول او د افغان مسله د هوارولو لپاره د پاکستان ژمنې بیا تکرار کړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په دولتي پانړه جاري شوې یو خبرلیک مطابق قریشي په دې موقع زیاته کړه چې په افغانستان کې یوازې یو باثباته او پراخ بنسټه حکومت کولې شی چې دلته امن ټینګ شي او د کال ۲۰۰۱ راهیسې لاس ته راوړلې ګټې وساتي، دوی ویلي چې په افغانستان کښې یو ټول شموله او ولاړ حکومت کولې شي چې د افغانستان خاوره بیا هیڅکله د نړیوالو ترهګرو ډلو په کنټرول کښې را نه شي او د چا په ضد استعمال هم نه شي.
یاده دې وی چې نن شپه به وزیراعظم عمران خان هم د ملګري ملتونو د ۷۶ عمومي غونډې ته د ویډیو لنګ له لارې وینا وکړي او نړۍ به د افغانستان او د مسله کشمیر په اړه د پاکستان موقف اودریځ نه خبره کړي.
Met @SecBlinken & reiterated Pakistan's focus on a relationship anchored in trade, investment, energy & regional connectivity. On #Afghanistan, PM @ImranKhanPTI consistently stated there is no military solution & 🇵🇰 is committed to facilitating inclusive political settlement. pic.twitter.com/4t8cteLy9j
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) September 23, 2021