بلنکن له ایران سره د اټومي تړون ديپلوماتیک حل په اړه خبرې کړي

0
96

بلنکن له ایران سره د اټومي تړون د دیپلوماتیک حل په اړه خبرې کړي

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د ایران اټومي تړون په اړه د دیپلوماتیک حل خبرې وکړې، بلنکن وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې ایران کې تر ټاکنو وروسته ابراهیم رئيسي رئیس جمهور ټاکل شوی دی.

 

(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن د ایران اټومي تړون په اړه د دیپلوماتیک حل خبرې وکړې، بلنکن وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې ایران کې تر ټاکنو وروسته ابراهیم رئيسي رئیس جمهور ټاکل شوی دی.

بلکن تازه په یوۀ ټویټ پیغام کې ویلي چې له ایراني سره د اټومي تړون د دیپلوماتیک حل پلوی دی او باید یاد تړون له ديپلوماتیکو لارو حل شي.

د ایران اټومي تړون د نړیوالو سخت غبرګون سره مخ شوی او دغه هېواد یې په نړیواله کچه له بندیزو سره مخ کړی دی.

د امریکا او نورو نړیوالو هېوادونو په ایران بندیزونو د ایران د اقتصاد د زوال باعث شوي دي او ایران یې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ایران نوي رئیس جمهور ابراهیم رئیسي د اټومي وسلو په اړه ویلي چې اسلام د اټومي وسلو درلودلو اجازه نه ورکوي او د یادو وسلو درلودل یې حرام ګڼلي دي.

تر دې وړاندې ایران کې د اقتصادي ناورین او د توکو د قیمتونو د لوړېدو پر ضد ایران کې پراخ لاریونونه هم شوي دي.

 

 

Leave a reply