پیښور کښې د صوبې او قبایلي سیمو سرکاري اهلکار او د پرایمرۍ سکول استاذانو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج پیل کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
په خیبر پښتونخوا کې دولتي کارکوونکي د حکومت پر ضد سړکونو ته راوتلي دي، نن د استاذانو څلورمه ورځ ده چې په احتجاج ی لاس پورې کړې دې، د پيښور په جناح پارک کښي د زنانه صحت کارکونکو او د پرائمري سکولونو استاذانو د خپلو غوښتنو په حق کښي احتجاجي مظاهره کړي ده او وس هم دوام لري.
د ملي رضاکار پولیس اهلکارو د تنخواګانو نه ورکولو په ضد د پېښور پریس کلب مخې ته مظاهره کړې ده.لاريون کوونکو وويل، چې صوبايي حکومت ٢٩٤ رضاکار پوليس استخدام کړي، چې له کلونو راهيسې په دندو بوخت دي، خو معاشونه يې نه دي ورکړل شوي.
پيښور کښي هم د پرائمري ټيچرز ايسوسي ايشن د غوښتنو په حق کښي احتجاجي مظاهره کړي ده۔
حکومت له مظاهره کوونکو سره د خبرو اترو لپاره د پوهنې رياست سيکرټري او ډائريکټر وليږل، چې پر مظاهره چيانو له خبرو اترو ډډه وکړه او اعلان يې وکړ، چې د وزيراعلي تر راتګ پورې به مذاکرات نه کوي.
لاريون کوونکي وايي، چې خبرې يې د خیبر پښتونخوا د پرایمرۍ سکولونو د اتحاديې د صوبايي ولسمشر عزایزالله له خوشې کېدو سره مشروطې دي.
د رارسیدلو راپورونو مطابق عزیزالله آزاد شوې دې او حکومت سره خبرې پیل شوي دې.
استاذان غوښتنه کوي چې د پرایمرۍ سکولونو استاذانو بنیادي وظیفې سکیل ۱۵ م مقرر کړي او سینیر پرایمرۍ استاذانو ته دې ۱۶م ګریډ ورکړل شي.
……………
نور خبرونه
پاکستان تحریک انصاف د بنیادي قانون دفعه ۱۴۴ په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج کړې ده
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي