په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې نن د سرکاري پرایمرۍ سکولونو استاذانو د خپلو غوښتنو لپاره ټول سکولونه تړلي

0
101

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا صوبې ټول سرکارۍ پرائمرۍ سکولونو استاذان به نن د اکتوبق په اوومه نېټه ټول د هلکانو او زنانه سکولونه تړلي او ټول استاذان په خاصه توګه د پېښور ضلعې استاذان به د پیښور سټي سکول نمبر 1 مخې ته راغونډېږي تر څو راتلونکي پلان جوړ شي.
د لیکنه په سوشل میډیا د آل پرایمري سکول ټیچرز ایسوسي ایشن خیبر پښتونخوا صدر عزایزالله خپره کړې ده.
د پرایمرۍ سکولونه د اتحادیی مشر پرون د صوبایی حکومت او پولیسو له لوري په استاذانو باندې تشدد او په دوی اوښکې بهیدونکي ګیس غورځول د غندنې وړ اوبلل او غوښتنه ی وکړه چې څوک چې د استاذانو په ضد په دې ناوړه کار او کاروایی کښې ککړ دي ددوی په ضدی دې قانوني کاروایی وشي.

Leave a reply