عمران خان به نن د ملګري ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته وینا کوي

0
319

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو د عمومي اسمبلي ۷۶ غونډه په نیویارک کښې روانه ده، نن د شپې به د پاکستان وزیراعظم دې غوندې ده وینا کوي.
د رپورټونو مطابق عمران خان به نن د شپې په ویډیو لنګ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وینا کوي.

خان به د افغانستان په موجوده صورت حال او په هند کښې د هندي فوځیانو ظلمونو او په دې ستونزو باندې د پاکستان موقف نه ټوله نړۍ او د ملګري ملتونو چارواکي خبري.
یاده دي وی چې د افغانستان په مسله د پاکستان د اول نه دا موقف او بیان دې چې په دې ملک کښې د امن راوستل د ټول نړۍ او دې منطقې به ګټه کښې ډوی، د افغانستان امن او ترقي لپاره د پاکستان د کوششونو په نړیواله سطح ستاینه هم شوې ده.
خان د ملګري ملتونو عمومي غونډې ته وینا په داسې وخت کښې کوي چې به افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان نوې عبوري حکومت اعلان شوې دې، د ۳۳ غړو کابینه اعلان شوې او څو ورځې وړاندې د اسلامی امارت مشرانو په کابینه کښې نو رهم داسې ۱۰ لس غړي وټاکل، ددې غړو تعلق د پنجشیر او د افغانستان نور ولایتونو نه دي.
یاده دې وی چې د نړۍ هیوادونه امریکا او ملګري ملتونه د طالبانو حکومت نه غوښتنه کوي چې دوی دې د افغانستان داسې حکومت او کابینه جوړه کړي چې د ټولو افغانانو نمایندګي پکښې وشي.
امارت اسلامی افغانستان هم غوښتنه کوي چې ددوی حکومت دې په رسمي توګه اوپیژندل شي او د نړۍ هیوادونو نه دې د طالبانو حکومت ‍سره اړیکې ټینګې کړي او نړۍ دې د افغان اولس سره او افغان حکومت سره بشري مرستي وکړي.

Leave a reply