د تاجکستان رئیس جمهور یو ځل بیا افغانستان کې تاجک قوم ۴۶ سلنه ګڼلی دی

0
198

د تاجکستان رئیس جمهور یو ځل افغانستان کې تاجک قوم ۴۶  سلنه ګڼلی دی

د تاجکستان رئیس جمهور قربان علي رحمان ووف د یو ټويټ پیغام له لارې ویلي چې افغانستان کې د تاجکو قوم ۴۶ سلنه دی او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې د غه حقوق باید ورکړل شي.

 

(2021 / 9 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)

کابو یوه نیمه میاشت کېږي چې افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي دي، دغې ډلې په سر کې ویلي ؤ چې دوی به یو ټولشموله اداره رامنځته کوي او د هېچا حقوق به نه تر پښو لاندې کېږي.

کابو ۲۵ ورځې وروسته طالبانو د دولت کابیته اعلان کړه او دوی وویل چې د دې کابینې غړي د افغانستان له بېلابېلو اقوامو څخه دي؛ خو په ښکاره هغسې نه ليدل کېږي او د دغې کابینې له جوړښت سره افغانستان کې د نورو قومونو مشرانو مخالفت وکړ.

تازه د تاجکستان رئیس جمهور قربان علي رحمان ووف د یو ټويټ پیغام له لارې ویلي چې افغانستان کې د تاجکو قوم ۴۶ سلنه دی او په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې د غه حقوق باید ورکړل شي.

که څه هم طالبانو وړاندې تر دې په ځلونو ویلي ؤ چې څوک دې د افغانستان کورنیو چارو کې لاس وهنه نکوي ؛ خو د تاجکستان رئیس جمهور دا څویم ځل دی چې افغانستان کې د تاجک قوم د حقوقو غوښتلو په موخه د افغانستان کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي.

 

Leave a reply