د پاکستان فوځ ځوانان په قطر کښې د فیفا نړیوال فټ بال جام په مهال د امنیت ساتلو لپاره قطر ته روان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ امنیتي ځواکونه د ۲۰۲۲ کال فیفا ورلډ کپ لپاره قطر ته تللي دي.
د پاکستان د پوځ ځانګړې قطعه د نور خان هوايي اډې څخه د قطر په لور روانه شوه، په دې ډله کې د پاکستان د پوځ افسران، د کمېشن شوي افسران او جوانان شامل دي.
د پاکستان پوځ به د ۲۰۲۲ کال فیفا ورلډکپ په مهال د قطر حکومت سره د امنیت مرسته کوي.
په دې لړ کې د فیفا ۸ کسیز نړیوال روزنیز ټیم په سپټمبر میاشت کې پاکستان ته سفر وکړ.
ياده دې وي چې قطر د ۲۰۲۲ کال فيفا ورلډکپ په مهال د پاکستان نه د امنيتي مرستې غوښتنه کړې وه او په همدې لړ کې د اګست په مياشت کې د قطر د کورنيو چارو وزارت څلور کسيز پلاوي د پاکستان دوره کړې وه.
دا خبره د یادونې د چې د اګست په میاشت کښې پاکستان په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو لپاره د پاکستان فوځ ته د امنیتي خدماتو د برابرولو تړون منظور کړې وو.
دا خبره د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې کړې وه. مريم اورنګزېب وويل چې کابينې په قطر کې دفوټبال ورلډکپ لپاره دامنيتي تړون منظوري ورکړې، پاکستان به قطر کې دفوټبال نړيوال جام دامنيت لپاره خپل فوځي پرسونل واستوي.
نور خبرونه
پاکستان تحریک انصاف د بنیادي قانون دفعه ۱۴۴ په اسلام آباد هایی کورټ کښې چیلنج کړې ده
پخوانۍ اولس مشر آصف علی زرداري د روغتون څخه خپل کور ته وړل شوې دې
کویټه کښې د لاسي بم برید شوې دې ، په برید کښې ۴ کسان ژوبل شوي دي
پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف به نن لندن کښې رسنیو سره خبرې وکړي
نن ټول پاکستان کښې د آخري پیغمبر اسلام د ولادت ورځ نمانځل کیږي






