روسیه هیواد د ملي کادرونو د روزنې په برخه کې ۵۰۰ بورسونه افغانانو ته ورکوي.

0
85

روسیه هیواد د ملي کادرونو د روزنې په برخه کې ۵۰۰ بورسونه افغانانو ته ورکوي.

10 اکتوبر 2022

د لوړو زده کړو وزارت وايي، روسیې د کادرونـو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه د افغانستان لپاره ۵۰۰ تحصيلي بورسونه ځانګړي کړي دي.

 

د روسیې فدراسیون سفارت تیره ورځ پخپله اعلامیه کې ووېل چې دوی افغانستان ته د کادرونو د روزنې په برخه کې ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي او زر به د دعه محصلینو د لیږد پروسه پیل شي.

 

د لوړو زده کړو وزارت پخپله تویټر پاڼه لیکلي چې یاد بورسونه د ملي کادرونو د روزنې په موخه دي، چې د ماسټرۍ، لیسانس او دوکتورا ۵۰۰ سیټه دي.

اړوند موضوعات

د لاهور د مدیریت او ټکنالوژۍ پوهنتون افغانستان ته ۱۱۰ تحصلي بورسونه ورکوي 

 

په ورته وخت کې بریتانیا هم اعلان کړی چې دوی هغه افغانانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي، چې په درییم هیواد کې وي، پاکستان هم څو ورځې وړاندې د درې سوه استادانو د روزنې لپاره لوړو زده کړو ته د بورسونه وړاندیز کړی.

Leave a reply