تیره ورځ د نړۍ سربیره یمن کې زرګونو خلکو د ستر پیغمبر محمدﷺ د میلاد ورځ ولمانځله.

تیره ورځ د نړۍ سربیره یمن کې زرګونو خلکو د ستر پیغمبر محمدﷺ د میلاد ورځ ولمانځله.
9 اکتوبر 2022
پرون ورځ دوولسم د ربیع الاول د اسلام د ستر پیغمبر محمد عربي
ﷺ د میلاد د ورځې سره سمون خوړلو، ټوله نړۍ کې د مسلمانانو له لورې ولمانځل شوه.
دا ورځ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د شانداره مراسمو په ترڅ کې لمانځل کیږي، خلک خیراتونه کوي، د سیرت اړوند مجلسونه جوړوي، تقریرونه او ویناوې پکې کیږي.
خو د یمن په پلازمینه صنعا ښار کې دا ورځ بیا په اعلی او شانداره مراسمو ولمانځل شوه، چې پکې لکونو خلکو ګډون کړی و.
اړوند موضوعات
په ملاګورو کښې رحمت اللعالمین او عیدمیلادالنبي کانفرنس
پورته ورکړل شوی او لاندې انځور د یمن د صنعا د ښار دی، چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ د نېکمرغه میلاد د جشن په مناسبت، سلګونه زره کسان راټول شوي وه او دغه ورځ یې ولمانځله.







