په ملاګورو کښې رحمت اللعالمین او عیدمیلادالنبي کانفرنس
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خيبرپه تحصيل ملاګوري حلقه د اهل سنت والجماعت د سیوري لاندې د ميلاد النبي په مناسبت رحمت اللعالمین کانفرنس تابیا شوې وه، په دې کانفرنس کښې وفاقی وزیر ډاکټر پیر نورالحق قادري مشر میلمه وو.
په دې میلاد کانفرنس کښې پيرزاده علامه عدنان قادري، امير محمد خان آفريدي هم موجود وو او د صوبې بیله بیلو علاقو نه راغلي ګنړ شمېر كښې دیني عالمانو٬ د سيمې مشرانو او ځوانانو هم په دې غونډه کښې ګډون وکړو او آخري پیغمبر ته ی نیکې پیرزوینې وړاندې کړې.
د غونډې ګډون کوونکو ته په وینا کښې د مذهبی چارو وفاقی وزیر علامه نور الحق قادری اوویل چې د آخري پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم ټول ژوند او سیرت د ټولو انسانانو لپاره یو لویه نمونه او رنړا ده ځکه چې هغه د ټولې نړۍ او مخلوق لپاره رحمت العالمین رالېږل شوی دې.
نوموړي اوویل چې د دنيا او آخرت برياليتوب د رسول الله (ص) د سنتو په منلو کښې دې، هغه اوویل چې د پي ټي آیی حکومت هم دې لپاره په ملي او نړيواله کچه په هیواد کښې د رحمت العالمين اداره جوړه کړې ده چې په ملک کښې او نړۍ اولس د پیغمبر اسلامی د سنتو او د ښې لارې نه خبر کړي او د امن او خوشحالۍ لپاره د پیغمبر اسلامی پیغام ټولې نړۍ ته ورسوي.