قطر کې د افغان دولت او امریکا د لوړ پوړو چارواکو تر مینځ خبرې اترې روانې دي.
قطر کې د افغان دولت او امریکا د لوړ پوړو چارواکو تر مینځ خبرې اترې روانې دي.
9 اکتوبر 2022
د راپورونو سره سم د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان جګپوړو دولتي چارواکو او امریکایانو تر منځ خبرې رواني دي.
د سي ان ان د راپور سره سم دغه غونډه په دوحه کې تر سره کیږي، د امریکا لخوا د استخباراتو معاون ډیوډ کوهین، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ، د بهرنیو چارو او دفاع وزارت نور جګپوړي چارواکي ګډون لري.
تر اوسه د افغانستان حکومت په دې تړاو څه نه دي ویلي خو د سي ان ان په راپور کې د افغانستان د هیئت مشر د استخباراتو عمومي رئیس ملا عبدالحق وثیق نوم اخیستل شوی.
زموږ د ځینو معتمدو سرچینو د معلوماتو پر اساس د افغانستان په دولتي پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او نور ملکي ادارو چارواکي هم ګډون لري.
تر اوسه په دوحه کې د روانو خبرو ایجنډا په اړه څه نه دي ویل شوي خو دا لومړی ځل دی چې په کابل کې د امریکایانو لخوا د ډرون برید وروسته دواړه اړخونه یو بل سره مخامخ کیږي.
امریکا او افغانستان په دې وروستیو کې د بندیانو په تبادله کې ځیني پرمختګونه لرل چې لمخې یې د ګوانتنامو زندان څخه یو بندي اسدالله هارون او د تیرو ۱۷ کلونو راهیسي په بند کې پروت محکوم شوی حاجي بشر نورزی را خوشي کړل شول.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندي د افغانستان لپاره د امریکا شارزدافیري رسنیو ته په واضحو ټکو وویل چې نور به په افغانستان کې د پوځې مداخلې غلطي تکرار نه کړي او همداراز یې د افغانستان د اوسني حکومت سره د مثبت پرمختګ په اړه څرګندونې لرلې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر نیژدې کیدو دلالت کوي.
اړوند موضوعات
د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وایي: طالبان باید د نړیوالو غوښتنې ومني او ټولشموله حکومت اعلان کړي.
د سرچینو له قوله ګمان کیږي د دواړو اړخونو تر منځ به د افغانستان د اقتصاد، افغان فنډ، د افغانستان سره بشري مرستې، د افغانانو لپاره په امریکا کې قونسلي چاري، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان نمایندګي او ورته نور سیاسي او امنیتي موضوعات شامل وي.