په جوزجان کې تر ۴۰۰ زیاتو کورنيو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.

0
195

په جوزجان کې تر ۴۰۰ زیاتو کورنيو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وشوې.

7 اکتوبر 2022

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې شاوخوا ۴۴۰ کورنیو سره د چین له خوا د طبعي پیښو سره د مبارزې ریاست په همغږۍ بشري مرستې وشوې.

 

د شهینوا اژانس د خبر له مخې، دغه مرستې چې خوراکي توکي پکې شامل دي، د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ ووېشل شول.

د جوزجان له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي سراج الدین سراجي وویل:«نن ورځ مو ۴۴۰ مستحقو کورنیو ته د اوړو او وریجو په ګډون د چینايي توکو مرسته ووېشله.

ښاغلي سراجي له چين څخه د دغو مرستو د ليږلو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې د دغو مرستو په هره بسته کې ٢٥ کيلوګرامه وريجې شاملې دي.

 

په همدې حال کې د دغو مرستو يو تن اخيستونکي شفا خان وويل: “دا مرستې زما د کورنۍ لپاره له ١٢ څخه تر ١٥ ورځو پورې کافي دي.”

اړوند موضوعات

د خوړو نړیوال پروګرام: په تېر یوه کال مو په افغانستان کې له ۲۱ میلیونه کسانو سره مرستې کړې دي.

 

د يادونې وړ ده، چې څو اونۍ وړاندې په جوزجان ولايت کې شاوخوا ۴۰۰ مستحقو کورنيو د چين له بشري مرستو څخه ګټه پورته کړه.

Leave a reply