د هند په شمال هیمالیا کې د واورې ښویېدو له امله ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د هند په شمال هیمالیا کې د واورې ښویېدو له امله ۱۹ کسان وژل شوي دي.
7 اکتوبر 2022
د هند په همالیا سیمه کې د واورې ښویېدنې له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي دي.
د فرانس پرس خبري رسنۍ په وینا په دې پیښه کې لږ تر لږه لس تنه لادرکه شوي دي.
د هند په شمالي ایالت کې د غره د یوې ډلې چارواکو اعلان وکړ چې د غره ختونکو یوې ډلې په همالیا کې د واورې د ښویېدو له امله تر اوسه ۱۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰ نور لادرکه دي.
د دغه غره ختونکي کلب د اعلامیې له مخې، په دې ډله کې یو شمېر غره ختونکي روزونکي شامل وو چې د واورو د ښویېدو له امله له دې پېښې سره مخ شول.
تر اوسه پورې ۳۳ تنه غره ختونکي له دغې پېښې ژوندي پاتې شوي دي.