په ملکی ادارو بې بنیاده نیوکې، د وتلي خبریال مبشر لقمان جعلی ویډیو جوړونکې او خپروونکې یوټیوبر ونیول شو

0
99

باغی ټي وي رپورټ
په ملکي ادارو نیوکې کوونکی او د وتلي ژورنالست مبشر لقمان غږ په یوه جعلي ویډیو اپلوډ کولو واله یوټیوبر نیول شوی دې.
یوټیوب یو کارکوونکی چې پر بنسټونو یې د نیوکې کولو جعلي ویډیو جوړه کړې او د وتلي خبریال او اینکر پرسن مبشر لقمان غږ لګولو واله یوټیوبر نیول شوی دی.

د لاهور يو يوټيوب چينل چلوونکې چې جعلي ويډيو ی جوړه کړې وه، په دغه ويډيو کې د سينئر خبريال او اينکر پرسن مبشر لقمان غږ ی ورسره په جعلي توګه لګولې وو، ویډیو په يوټيوب له خپريدو وروستو د مبشر لقمان ټيم ادارو ته درخواست ورکړی وو چې وروسته يې يوټيوب چلوونکې تورن کړی وو.
د باغي ټي وي راپور له مخې محمد اشفاق د ادارو لخوا نيول شوی، د تحقیقاتي ادارو ملزم اشفاق د هغه د کور څخه نيولی دی.


تورن یو ټیوبر اشفاق د توقیف پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی او بښنه یې غوښتې ده، تورن وايي چې تېروتنه یې کړې ده. د تورن د اعتراف او بښنې یوه ویډیو هم مخې ته راغلې ده چې پکې یوټیوب اشفاق وايي چې دا ویډیو مو له تصدیق پرته اپلوډ کړې ده. زه په دې خواشینی یم او بښنه غواړم او په راتلونکي کې به له تایید پرته ویډیوګانې اپلوډ نه کړم

په یوټیوب کې د جعلي ویډیو تر خپریدو وروسته سینیر خبریال او اینکرپرسن مبشر لقمان اعلان وکړ چې د جعلي ویډیو له جوړونکو سره به سایبر کرائم کیږي او قانوني چلند به ورسره کیږي.

د يوټيوبر اشفاق په اړه باخبره سرچينو باغي ټي وي ته ويلي چې اشفاق د پي ټي ائي فعاله ده او اشفاق د پخواني وزيراعظم عمران خان سره په بني ګاله کې د ډيجيټل ميډيا استازو سره په وروستۍ ليدنه کې هم موجود ؤ. اشفاق په يوټيوب جعلي ويډيو اپلوډ کړې وه چې په ضد يې کاروائي شوې ده. اشفاق د جنوبي پنجاب سره تعلق لري او دا مهال د پنجاب صوبې په مرکز لاهور کې اوسيږي، د اشفاق په اړه د سرچينو وينا ده چې هغه د يوټيوب چينل له لارې هم بليک ميل کول شروع کړي دي. باخبره سرچينې وايي چې اشفاق ته د پي ټي ائي د سوشل ميډيا فعال لخوا د يوټيوب چينل د ويډيو اپلوډ کولو مشوره ورکړې شوې وه چې وروسته اشفاق دغه ويډيو اپلوډ کړه او زنداني شو.
ياده دي وي چي د ادارو په ضد کمپاين کښي نيولي شوي ټول کسان پي ټي آئي سره تعلق لري او دوي په يو ويډيو بيان کښي بخښنه هم غوښتي ده۔د پي ټي آئي سوشل ميډيا فعالان په سوشل ميډيا د ادارو په ضد مسلسل کمپاين کوي چي په دي معني د يوټيوب دا ډول شرارتي عناصر څوک چې پر بنسټونو نیوکې کوي باید د بښنې پر ځای مجازات شي، څو په راتلونکي کې څوک د ملي امنیتي او ملي دفاعي بنسټونو په اړه د خبرو جرات ونه کړي.
…………………………………………

Leave a reply