د دفاع وزارت: د کابل کوټسنګي کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوه 

0
168

د دفاع وزارت: د کابل کوټسنګي کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوه 

د دغه وزارت په وینا، د اور د کنټرول لپاره له پوځي چورلکو هم کار اخیستل شوی دی. تراوسه پورې ددغې اورلګېدنې دسردزيان اوښتي زيان په باب څه نه دي ويل شوي . څه موده وړاندې د کابل ښار د مکروریانو د لیلام په یوه مارکېټ کې اور لګېدنې ستر مالي زیانونه اړولي وو.

(2022 / 10 / 5    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ا.ا حکومت د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د کوتسنګۍ په سیمه کې اورلګیدنه د اور وژونکو په مرسته کنټرول شوې ده.

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کوټه سنګي په سیمه کې د احمدي مارکیټ په سیمه کې نن چهارشنبه د میزان په اته ویشتمه چاودنه وشوه.

د عیني شاهدانو په وینا، د اور لګېدنه د اباسین ځدراڼ او نوبهار مېلمستون بازارونو ته هم رسېدلې وه. د ا.ا د حکومت د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ملي اردو د ۳۱۳ اتل قول اردو د اور وژنې ډلې د اړوندو ادارو په همکارۍ وتوانېدل چې اور کنټرول کړي.

اړوند موضوعات: 

تېره شپه د کابل ښار څلورم مکروریانو کې یو مارکېټ کې اورلګېدلی ؤ   

Leave a reply