تېره شپه د کابل ښار څلورم مکروریانو کې یو مارکېټ کې اورلګېدلی ؤ   

0
117

تېره شپه د کابل ښار څلورم مکروریانو کې یو مارکېټ کې اورلګېدلی ؤ 

که څه هم د اور وژنې ډلې د اور د کنټرول لپاره ځای ته رسېدلي دي؛ خو ویل کیږي چې د مکروریانو څلورم د لیلام مارکیټ په بشپړه توګه سوځیدلی او ویجاړ شوی دی. تر اوسه د اور لګېدنې لامل او ځاني مالي زيانونه نه دي په ډاګه شوي.

 

(2022 / 9 / 18    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل ښار په څلورم مکروریان کې اور لګېدلی. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې نن یکشنبه د سنبلې په ۲۷ مه سهار شاوخوا ۳:۱۵ بجې د کابل ښار د مکروریانو د څلورمې ناحیې د لیلام په بازار کې اور لګېدلی دی.

که څه هم د اور وژنې ډلې د اور د کنټرول لپاره ځای ته رسېدلي دي؛ خو ویل کیږي چې د مکروریانو څلورم د لیلام مارکیټ په بشپړه توګه سوځیدلی او ویجاړ شوی دی. تر اوسه د اور لګېدنې لامل او ځاني مالي زيانونه نه دي په ډاګه شوي.

د یادونې وړ ده چې پۀ دې وروستیو کې د هېواد پۀ بېلابېلو سیمو کې طبعي پېښې ډېرې شوې دي، چې له امله یې هېوادوالو ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

اړوند موضوعات: 

د جوزجان په بالامردان کلي کې اورلګېدنه لا هم روانه ده

ملګرو ملتونو د طبعي پېښو قربانیانو سره له نړۍوالو د مرستې غوښتنه کړې ده.

 

 

Leave a reply