د سندهه وزیراطلاعات شرجیل میمن د پنجاب په حکومت نیوکې کړي چې ولې ی د سیلاب ځپلو امدادي مرستې ایسارې کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمون ویلی چې د پنجاب حکومت غواړی د سیلاب ځپلو امدادی سامان ولې ایسار کړې دې او دې څخه د پنجاب حکومت څه ثابتولو غواړي.
شرجیل میمن وویل چې د پنجاب حکومت د سیلاب ځپلو هغه مواد ایسار کړي چې د پنجاب د سوداګرو څخه یې دوی اخستې وو ، شرجیل په پنجاب حکومت نیوکه کړي چې دوی څه ثابتول غواړي چې دا امدادي سامان ی ایسار کړې دې.
د سېلاب او سیلاب ځپلو په اړه شرجیل میمون وویل چې په سندهه کښې د سیلابونو د اوبو کچه مخ په کمېدو ده، د هغو سیمو د خلکو د بیرته راستنولو لپاره انتظام پیل شوي دي چې اوبه ترې راوتی دی او دوی به زر خپلو کورونو ته ورسول شي.
هغه وویل چې د سندهه حکومت به په حېدراباد کې د باران او سیلابونو له امله خراب شوی کورونه جوړ کړی.
نور خبرونه
د قبایلي سیمو پښتانه امن خوښي دي، امن غواړي، مشران او ځوانان د امن لپاره غونډې کوي
اسلام آباد پولیسو د پاکستان تحریک انصاف یو مشر څخه لایسنس نه لرونکي وسلي ترلاسه کړې ده






