د قبایلي سیمو پښتانه امن خوښي دي، امن غواړي، مشران او ځوانان د امن لپاره غونډې کوي

امن لپاره په اعظم ورسک وانا کښې د مشرانو غونډه او جرګه
باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا د نوروضلعو په شان په اعظم ورسک بازار کې هم د قانون او نظم د ساتلو لپاره په سب ډویشن وانا کې لویه جرګه جوړه شوې وه چې د مختلفو څانکو د علماوو او سیاسی ګوندونو په ګډون پکې خلکو ګډون برخه واخسته.
د جرګې ویناوالو او مشرانو اوویل چې یو ځل بیا خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کښې بدامني پیل شوې ده. مشرانو اوویل چې زیاتره د ناامني پیښې په شمالی او جنوبی وزیرستان کې پېښیږی، چې په رڼا ورځ د پولیسو پر پرسونل بریدونه شوي، دوی وژل کیږي او نورې هدفي وژنې هم کیږي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر ایاز وزیر اوویل چې په پښتنو سیمو کښې د ناامني پیښې دوی ته منظور نه دې، اړوند ادارې دې ددې سیمو د خلکو ژوند خوندي کړي او په دې سیمو کښې دې امن په صحیح معنو کښې قایم کړي.
د جرګې په مهال څه وینا کوونکو د پاکستان تحریک انصاف په مشرانو نیوکې وکړي چې دې ته د پی ټي آیی ملاتړ کوونکو څه کسانو غبرګون اوښودلو او وی ویل چې د امن لپاره راغونډ او تابیا شوي داسې غونډو کښې باید سیاسی سکورنګ څخه ډډه وشی او د امن لپاره عملي هڅې وشي.






