اردوغان: د افغان کډوالو ډېر مسؤلیت باید امریکا په غاړه واخلي

0
69

اردوغان: د افغان کډوالو ډیر مسؤلیت باید امریکا په غاړه واخلي

د ترکیې رئیس جمهور تازه په یوه مرکه کې ویلي چې افغانان د امریکا له لاسه کډوالۍ ته اړ شوي او باید ډېز مسؤلیت یې هم دوی په غاړه واخلي.

 

(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

د ترکیې رئیس جمهور تازه په یوه مرکه کې ویلي چې افغانان د امریکا له لاسه کډوالۍ ته اړ شوي او باید ډېز مسؤلیت یې هم دوی په غاړه واخلي.

د ترکیې ولسمشر رجبطیب اردغان له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې افغانان امریکا کډوالۍ ته مجبوره کړي او باید امریکا یې ډېر مسؤلیت پر غاړه واخلي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا د څه لپاره افغانستان ته تللې وه او دا شل کاله یې هلته څه وکړل؟ دا چې د امریکا تګ افغانستان ته د افغانانو کډوالۍ ته د محبورېدو سبب شو، اوس باید امریکا له افغان کډوالو سره تر بل هرچا ډیره مرسته وکړي.

ښاغلي اردغان په خپلو خبرو کې ویلي چې له ۳۰۰ زره زیات افغان چې لا ثبت ندي په ترکیه کې ژوند کوي چې ترکیه نور د افغان کډوالو د منلو ظرفیت نلري.

تر دې وړاندې هم رجب طیب اردغان په امریکا سختې نیوکې کړې وې.

Leave a reply