د بدخشان د شیکي ولسوالۍ د نیولو ادعا؛ د کورنیو چارو وزارت وايي؛ دا ټول مطلق دروغ دي

د بدخشان د شیکي ولسوالۍ د نیولو ادعا؛ د کورنیو چارو وزارت وايي؛ دا ټول مطلق دروغ دي
په همدې حال کې د «مقاومت جبهې» ویاند صبغت الله احمدي ادعا کړې چې د دې جبهې ځواکونو د بدخشان ولایت شکي ولسوالۍ نیولې ده.
ښاغلي احمدي د دوشنبې په ورځ د میزان ۱۱ مه په یوه ټویټ کې وویل چې د شیکي ولسوال محمد اکرم له لسو نورو کسانو سره د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
(2023 / 10 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د دوشنبې په شپه د میزان ۱۱ مه د کورنیو چارو وزارت په یوه ټوېټ کې د « مقاومت جبهې» د غړو له خوا د بدخشان ولایت د شیکي ولسوالۍ د نیولو ادعا رد کړه. دغه وزارت لیکلي: “یو شمېر متعصبو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې کړې چې ګواکې د بدخشان ولایت شکۍ ولسوالۍ د یاغیانو په لاس کې ده.” موږ دا بې بنسټه او درواغجنې اوازې په کلکه ردوو او دا ټول درواغ دي.»
په ورته وخت کې د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د رسنیو څانګې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شیکي ولسوالۍ د نیولو په اړه راپورونه بې بنسټه بللي دي.
خبرپاڼه زیاتوي: دبدخشان ولايت په ټولو سيموکې امنيتي حالت په بشپړه توګه عادي دى، الحمدلله. د شکی ولسوالۍ د نیولو او د ولسوال د نیولو خبرونه بې اساسه دي او د یادې ولسوالۍ ټولې برخې د مجاهدینو تر پوښښ لاندې دي.