ترکش ایرلاین اعلان کړی چې د کابل او مزار شریف تر مینځ به الوتکې پیل کړي.

0
178

ترکش ایرلاین اعلان کړی چې د کابل او مزار شریف تر مینځ به الوتکې پیل کړي.

2 اکتوبر 2022

ترکش ایرلاین اعلان کړی چې د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې به کابل او مزارشریف ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

له یوه کال راهیسې د نورو ډېرو بهرنیو شرکتونو په څېر ترکش ایرلاین افغانستان ته هېڅ الوتنه نه ده کړې.

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، چې د هېواد هوايي ډګرونه نړيوالو الوتنو ته چمتو دي او د خدمتونو عرضه يې په نړيوالو معيارونو برابر شوي، نو يو شمېر نور نړيوال شرکتونه به هم په افغانستان کې خپلې الوتنې بيا پيل کړي.

 

د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي: “په پام کې ده چې د دوبۍ فلای شرکت په یوه میاشت کې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي او د هېواد هوايي ډګرونه ټول لازم چمتووالی لري.”

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د نړیوالو الوتنو پیل د سوداګرۍ د ودې، د کورنیو عوایدو د زیاتوالي او د هېواد په نړیوال وقار کې اغېزمن دی.

د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: “د الوتنو پیل به سوداګریزې سیالۍ زیاتې کړي او خلکو ته به اسانتیاوې برابرې کړي او هم به کورني عواید زیات شي.”

اړوند موضوعات

د افغان دولت هوایي چلند اداره وایي، دریو هوايي ډګرونو کې د رادار سیستم نصبوو.

 

دا مهال د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو د هوايي او ځمکنيو خدمتونو د وړاندې کولو چارې د متحده عربي اماراتو د “ګاک” شرکت پر غاړه دي. تمه دا ده چې دغه شرکت به وکولای شي د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره د نړیوالو شرکتونو پام ځانته راواړوي او د بهرنیو هوايي شرکتونو الوتکې به وکولای شي چې د افغانستان له لارې الوتنې وکړي او د افغانستان په هوايي ډګرونو کې ښکته او پورته شي.

Leave a reply