د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې موږ هم اسلامي نظام لرو؛ خو د ښخو د کاررمخه مو نده نیولې

0
139

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې موږ هم اسلامي نظام لرو؛ خو د ښځو د کار کولو مخه مو نده نیولې

د قطر د بهرنیو چارو وزیر CNN ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د قطر هېواد هم یو اسلامي هېواد دی؛ خو دلته له نرو ښځې په حکومته کې ډیره ونډه لري او هېچا د ښځو د کار مخنیوی ندی کړی، نوموړی وايي چې اسلام ښځې ته د کار کولو حق ورکړی.

 

(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

د قطر د بهرنیو چارو وزیر CNN ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې د قطر هېواد هم یو اسلامي هېواد دی؛ خو دلته له نرو ښځې په حکومته کې ډیره ونډه لري او هېچا د ښځو د کار مخنیوی ندی کړی، نوموړی وايي چې اسلام ښځې ته د کار کولو حق ورکړی.

نوموړي زیاته کړې چې هېڅ وخت به طالبانو ته دا اجازه ورنکړي چې د ښځو او نجونو د کار او ښوونځي مخنیوی وکړي، نوموړي ویلي چې دا کړنه افراط دی او طالبان هېڅ وخت نباید افراط وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینې راپورونه خپاره شول چې ګواکې طالبان ښځو ته د کار او درس ویلو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو یاده کړنه په نړیوال او سیمه ییزه کچه وغندل شوه او غږ پرې وشو چې که چیرې طالبان د ښځو حقوق او بشر حقوقو ته درناوی ونکړي په رسمیت به ونه پېژندل شي.

Leave a reply