امریکا نړۍ ته د ۵ سوه میلیونه ډوزه کرونا واکسین د ورکړې اعلان وکړ

0
107

امریکا نړۍ ته د ۵ سوه میلیونه ډوزه کرونا واکسین د ورکړې اعلان وکړ 

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د ملګرو ملتونو د ناسې د کرونا وبا په اړه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل چې راتلونکی کال به د نړۍ بې وزله او مخ پر وده هېوادونو سره ۵ سوه میلیونه ډوزه کرونا واکسین مرسته کوي.

 

(2021 / 9 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د ملګرو ملتونو د ناسې د کرونا وبا په اړه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل چې راتلونکی کال به د نړۍ بې وزله او مخ پر وده هېوادونو سره ۵ سوه میلیونه ډوزه کرونا واکسین مرسته کوي.

دې سره امریکا ټولې نړۍ ته  د یو میلیارد ډوزه کرونا واکسین رسوي.

بل خوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ټوله نړۍ کابو ۱۱ میلیارده ډوزه واکسین ته اړتیا لري.

ویل کېږي چې راتلونکی کال به د نړۍ ۴۰ سلنه خلکو ته د کرونا واکسین ورسېږي.

تر دې وړاندې چین، هند ، انګلیستان او یو شمېر نورو هېوادونو نړۍ سره د کرونا واکسین مرسته کړې وه.

 

Leave a reply