توماس ویسټ: که سیاسي ډیالوګ پیل نه شي، ښایي په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځته شي.

توماس ویسټ: که سیاسي ډیالوګ پیل نه شي، ښایي په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځته شي.
29 سپتمبر 2022
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، که سیاسي ډیالوګ پیل نه شي، ښایي په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنځته شي.
هغه ویلي، ” که سیاسي ډیالوگ پیل نشي، په افغانستان کې کورنۍ جگړه پیلیږي. پوښتنه دا نه ده چې کورنۍ جگړه پیلیږي که نه؟ پوښتنه دا ده چې څه وخت پیلیږي؟“وېسټ په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څیړنو مرکز کې د وینا پر مهال د یوه سیاسي ډیالوګ او بین الافغاني مذاکراتو پر بیا پیل ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دا مذاکرات باید په دې کچه وي چې د افغانستان د ټولو خلکو استازي پکې ونډه ولري.
توماس وېسټ په کابل کې د القاعده مشر ایمن الظواهري حضور او وژل کېدل له دوحې هوکړې د طالبانو سرغړونه وبلله.
هغه همداراز په قطر کې د پخواني افغان حکومت مذاکراتي پلاوي او طالبانو تر منځ خبرو کې د طالب پلاوي پر دوه ګوني رول هم خبرې وکړې .او ویې ویل، ” طالبان دوه ډلې وو، یوه ډله هغه وو چې په دوحه کې موږ ورسره خبرې کولې، خو یوه بله مختلفه ډله بیا په کوټه کې وه، دوی هغه څوک وو، چې د جدي خبرو کولو یا نه کولو پرېکړه یې کوله، او همدا د کویټې ډلې پرېکړه وه چې د زور له لارې واک ته ورسېږي، چې عملي یې هم کړه“.
اړوند موضوعات
ملګرو ملتونو شورا کې یوناما وویل: نړیواله ټولنه باید د افغانستان له نوي حکومت سره تعامل وکړي.
هغه پر افغان حکومت غږ کړی چې د انجونو ښوونځي پرانیزي او افغان سیاسي شخصیتونو ته په خپل حکومت کې ونډه ورکړي





