د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ستر ډله ییز قبر موندل شوی، چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څار ډلې یې د څیړنې غوښتنه کړی.

0
213

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ستر ډله ییز قبر موندل شوی، چې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څار ډلې یې د څیړنې غوښتنه کړی.

26 سپتمبر 2022

تیره ورځ د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې یو ډله ییز قبر وموندل شو، چې د ځینو مالومات پر بناء د دغه قبر څخه ۱۲ جسدونه راښکل شوي او خاورو ته سپارل شوي.

د سیمې د خلکو په وینا دا قبر د پخوانۍ ادارې قومندان جنرال عبدالرازق لخوا کیندل شوی او دا مړي پکې غورځول شوي.

نن د بشري حقونو د ملاتړ ادارو په دې تړاو د څېړنو غوښتنه کړې ده او په دې تړوا چې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې د يوه ډله ييز قبر د موندل شوی د بشري حقونو د څار سازمان مشرې پټريشيا ګروسمن په يوه ټويټ کې ويلي، ورته ډله ييز قبرونه بايد خوندي وساتل شي چې متخصصين يې په تړاو ډاډمنې او مناسبې څېړنې وکړي. ګروسمن ويلي چې د عدالت د تامينېدو د پروسې د يوې برخې په توګه بايد ټول مشکوک جنايتونه وڅېړل شي.

 

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنېټ هم ويلي چې ډله ييزو قبرونو کې موندل کېدونکي پاتې شوني بايد ګډوډ نه شي څو د عدلي طب څېړنې پرې وشي.

اړوند موضوعات

اسټرالیا افغانستان کې د خپلو سرتېرو جنګي جرمونه څېړي

د يادونې وړ ده چې پرون پر خواله رسنيو داسې ويډيوګانې خپرې شوې چې ښيي يوه ډله خلک د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې له يوه ډله ييز قبره جسدونه را باسي. په قبر کې د موندل شويو جسدونو د شمېر او د هغوی د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه کره او بې پرې معلومات نه دي خپاره شوي.

د یادونې وړ ده

Leave a reply