بامیانو کې یوه مېرمن د ناپېژنده وسلوالو لۀ لوري وژل شوې ده
بامیانو کې یوه مېرمن د ناپېژنده وسلوالو لۀ لوري وژل شوې ده
د دغې ښځې د وژلو علت تراوسه نه دی معلوم. د باميانو د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني هم د دې پېښې پخلى کوي او وايي چې دغه مېرمن شاوخوا ٣٠ کلنه ده او د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوې ده. د باميانو د والي د وياند په وينا، د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.
(2022 / 9 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بامیان ولایت ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د دغه ولایت د مرکز اړوند د شهیدانو کلي اوسېدونکې حلیمه په نوم یوه ځوانه مېرمن د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې دغه پېښه د بامیانو بازار شاته د نوربند قلعه هوټل ته څېرمه شوې ده.
د دغې ښځې د وژلو علت تراوسه نه دی معلوم. د باميانو د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني هم د دې پېښې پخلى کوي او وايي چې دغه مېرمن شاوخوا ٣٠ کلنه ده او د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوې ده.
اړوند موضوعات:
ناموسي وژنه؛ فاریاب ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د جنسي اړیکې پر مهال وژل شوي دي
د باميانو د والي د وياند په وينا، د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.