ناموسي وژنه؛ فاریاب ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د جنسي اړیکې پر مهال وژل شوي دي

ناموسي وژنه؛ فاریاب ولایت کې یوه ښځه او یو سړی د جنسي اړیکې پر مهال وژل شوي دي
د چارواکو په وینا، دغه واده شوي سړي او ښځې د ټیلیفون له لارې اړیکې درلودې او د جنسي اړیکې پر مهال د ښځې د ورور له خوا د کلاشینکوف پر ډزو ویشتل شوي دي. په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې وژل شوی کس ۱۱ ماشومان او دوه مېرمنې لري.
(2022 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په فاریاب ولایت کې امنیتي سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ښځې د ورور له خوا یو سړی او یوه ښځه د جنسي اړیکو پر مهال په ډزو وژل شوي دي.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس محمد اسماعيل فرقاني وويل چې دا پېښه تېره شپه د کوهستاناتو ولسوالۍ د اسد په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، دغه واده شوي سړي او ښځې د ټیلیفون له لارې اړیکې درلودې او د جنسي اړیکې پر مهال د ښځې د ورور له خوا د کلاشینکوف پر ډزو ویشتل شوي دي. په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې وژل شوی کس ۱۱ ماشومان او دوه مېرمنې لري.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير وايي چې قاتل د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.






