د انږور قتل مقدمه، د خبریال آیاز امیر او د هغه میرمن د نیولو امر هم جاري شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د سینیر خبریال ایاز امیر زوی شاهنور چې د خپلې مېرمنې د وژنې په تور نیول شوی و، په دوه ورځني جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارل شوی دی.
تورن شاهنواز چې د خپلې مېرمنې د وژلو په تور نیول شوی و، محکمې ته وړاندې شو.
د اورېدنې په مهال تفتيشي افسر د ملزم شاهنواز د والدينو د ګرفتارۍ وارنټ غوښتنه وکړه په کوم باندې چې قاضي پوښتنه وکړه چې ولې د ملزم د مور او پلار د ګرفتارۍ وارنټ غواړي؟
تحقيقاتي افسر ځواب ورکړو چې د ملزم شاهنواز د موراوپلار نه دې پلټنې وشي په کومه چې عدالت د ملزم شاهنواز د پلار اياز امير او د مور د ګرفتارۍ درخواست منظور کړے دے۔
وروسته عدالت د ملزم شاهنواز دوه ورځنې جسماني ريمانډ منظور کړ او اسلام آباد پوليس ته ئي حواله کړے شو۔
یاده دې وي چې شاهنواز تېره ورځ د اسلام اباد په چک شهزاد سيمه کې په فارم هاوس کښې خپله مېرمن سارا په سر وهلې او وژلې دې، پولیسو هم ددې خبرې تصدیق کړې چې ساره شاهنواز د اوسپنې په راډ وهلې وه، بیا د اوبه ټب ته اچولې وه او مړه شوې وه.
……………………
……………………
نور خبرونه