د آیاز امیر زوی منلې چې هغه خپله میرمن قتل کړې ده،

باغی ټي وي رپورټ
د ایاز میر د نږور د سارا د وژنې لامل نه دی معلوم شوې ، په داسې وخت کښې چې د هغې پوسټمارټم هم ترسره شوې دې.
د پولیس مطابق هغه وژل شوې ده.

د وژل شوی سارا د مړینې وروسته د هغې پوسټ مارټم د اسلام آباد په پولی کلینیک روغتون کې بشپړ شو ، د وژل شوې سارا د بدن په بیلابیلو برخو کې د ټپی کیدو نښې وې، د سارا د سر د ټپی کیدو پخلی شوی ، د سارا د وژنې لامل نه دې معلوم شوې ، ډاکټرانو پرېکړه کړې چې د ساره د مړینې د معلومولو لپاره به فرانزک ازموینه ترسره کړی.
د سارا له ځيګر، زړه، سږو، تریښي او معدې څخه نمونې اخېستل شوي دي، چې نمونې به يې د فرانزک آزموینې لپاره د پنجاب ساينس ادارې لاهور ته لېږل کېږي.
د وژل شوي ساره جسد د پولي کلینیک په سړه خونه کې ایښودل شوې دې.
د سلام آباد د پوليس ډي آئي جي آپريشنز سهيل ظفر چشتې وينا ده چې د جمعې په سهار نهه نيمې بجې مقامي خلقو اسلام آباد پوليس ته خبر ورکړو چې د شاهنواز فارم هاؤس نه اوازونه راروان دي، شاهنواز د پيښې په ځاې کښې د فرش مينځلو په حال کښې وو چې ملزم خپله مېرمن سارا انعام په ډزو وژلې ده. په وار وار یې هغه په جیم کې کارول شوي ډمبل سره په وهلې وه، بیا یې د هغهې جسد د خوب خونې څخه د لامبلو خانې ته رسولې وو.
په لومړنيو پلټنو کښې تورن تن په خپل جرم اعتراف کړى دى. ياده دې وي چې د اياز امير زوي خپله مېرمن ساره وژلې ده.
د قتل دغه پيښه په وفاقي پلازمينه اسلام اباد کې رامينځته شوې ده او د پيښې وروستو پوليسو تورن نيولي دي.
………………………