حقیقي آزادۍ لپاره باید مونږ خپلو نسلونو لپاره جهاد وکړو : عمران خان

0
132

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې ريښتينې آزادي او جهاد به خپلو نسلونو ته کول وي۔

د زده کوونکو کنونشن ته په وینا کښې عمران خان اووئيل چې نن ٨٠ فيصده زنانو ته خپل حقونه نه دې رسيدلې، سنده کښې تر ټولو بده غلامي ده، زمونږ د راتلونکو نسلونو لپاره حقيقي آزادي او جهاد دے.

هغه وويل چې په مدينه کې خليفه هم عدالت ته حاضر شول، په ټولو غريبو ملکونو کې د زرداري او نوازشريف په شان خلک د ملک نه پيسې اخلي، کله چې په ملک کې غله ناست وي نو پرمختګ به څنګه وي.
عمران خان وویل چې نن زمونږ په هیواد غلوقبضه کړې ده. هغه اوویل چې هره ورځ د دوی جرمونه یو په یو بخښل کیږي، که داسې کول وي نو پاتې کسان هم له زندانونو څخه آزاد کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې نن د پاکستان په تاریخ کې د پریکړه وخت دی، شهباز شریف هر ځای ته ځي او وايي مجبور دی، پوښتنه کولو ته نه دی راغلی، شهباز شریف چې هر ځای ته ځی نو وایی هغه غوښتلو له نه دې راغلې، هغه زیاته کړه چې شهباز شریف د پاکستان سپکاوی کوي.
نور خبرونه

د آیاز امیر زوی منلې چې هغه خپله میرمن قتل کړې ده،

امریکایی سناتور ویلي دي چې پاکستان کښې د سیلابونو له امله د مړو شمیره ۳۰۰۰ زره ته رسیدلو ډار شته

د ایاز امیر زوی شاهنواز خپله ۳۷ کلنه مېرمن سارا ووژله

Leave a reply