اوچا له افغانستان سره د ۴۵ میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ

0
267

اوچا له افغانستان سره د ۴۵ میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د ۴۵  میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ، دغه مرستې به د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو او بشري ناورین د مخنیوي لپاره ولګېږي.

 

(2021 / 9 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږۍ دفتر (اوچا) له افغانستان سره د ۴۵  میلیونه ډالره مرستې اعلان وکړ، دغه مرستې به د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو او بشري ناورین د مخنیوي لپاره ولګېږي.

اوچا اداره دغه مرستې وروسته تر هغه اعلانوي چې څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان مشر افغانستان ته په یو سفر تللی ؤ.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو افغانستان سره د بشري مرستو لپاره له یو میلیارد ډالرو څخه ډیره مرسته راغونډه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو خبر ورکړی چې که افغانستان سره بشري مرستې ونشي یاد هېواد به بشري ناورین سره مخ شي.

Leave a reply