داعش د امارت اسلامی افغانستان لپاره یو بل چیلنج

په پاک افغان پوله تورخم د پاکستان او د امارت اسلامی افغانستان امنیتي اهلکار چمتو ولاړ دي.
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان ننګرهار ولایت نه خپاره شوي رپورټونه وایی چې د جلال آباد په ګهاوچک سیمه کښې په یو سیکوریټي پوسته باندې وسله والو برید وکړو، په یو رکشه کښې ناستو کسانو د طالبانو په یو پوسته ډزې کړي دي.
د نړي والې خبري ایجنسې اې ایف پی مطابق طالبان وایی چې په دې برید کښې عام وګړي وژل شوي دي خو سیکوریټي سرچینې او عیني شاهدان وایی چې په وژل شوو کسانو کښې دوه طالبان هم شامل دي.
یاده دې وی چې ننګرهار د کونړ او د شینواری په سیمو کښې په تیر وخت کښې داسې رپورټونه او د بریدونو خبرونه خپاره شوو وو چې دا بریدونه به داعش ډلې کول.
یاده دې وی چې د امارت اسلامی افغانستان مشرانو په خپلو تقریرونو کښې وایی چې په افغانستان کښې داعش ډله وجود نه لري او نه داعش ډله د افغانستان هیواد لپاره ګواښ دې.
خو که بل طرف وکتل شي نو په دې لنډو ورځو کښې دا څو یم ځل شو چې وسله واله داعش ډله په طالبانو بریدونه کوي.
د نن ورځې برید پړه داعش ډلې یا بل کوم وسله وال ګروپ په سر نه ده اخستې. یاده دې وی چې په افغانستان کښې عام اولس د داعش دې بریدونو سخت د ډار او ناامیدۍ سره مخ کړې دې ځکه که یو طرف ددې هیواد نه امرکایی او بهرني هیوادونو ځواکونه اووتل نو وس ولې په دې هیواد کښې بیا نا امني پیل شوه او د عام وګړو وژل کیدل بیا پیل شول.






