شمالي کوریا ویلي چې امریکا دې افغانستان کې د بشري جنایتونو تاوان ورکړي

شمالي کوریا ویلي چې امریکا باید افغانستان کې د بشري جنایتونو تاوان ورکړي
شمالي کوریا د ملګرو ملتونو ناسته د افغانستان په اړه په ځان فسخند وهل ګڼلي، د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او پکې ویلي یې دي چې ملګري ملتونه دې لومړی افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو بشري جنایتونه وڅېړي.
(2021 / 9 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
شمالي کوریا د ملګرو ملتونو ناسته د افغانستان په اړه په ځان فسخند وهل ګڼلي، د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې او پکې ویلي یې دي چې ملګري ملتونه دې لومړی افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو بشري جنایتونه وڅېړي.
په اعلامیه کې راغلي چې امریکا په داسې حال کې په افغانستان کې د بشري حقوقو خبره کوي چې خپلو جنګي جنایتونو ته یې هېڅ پام ندی.
اعلامیه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو هغه غونډه چې پکې له طالبانو غوښتل شوي چې د بشر حقوقو ته دې درناوی وکړي اصلا په ملګرو ملتونو فسخند وهل دي، ځکه چې امریکايي ځواکونو خپله افغانستان کې په زرګونو جنایتونه ترسره کړي دي.
شمالي کوریا ویلي چې امریکا په شلو کلونو کې په افغانستان کې ۴۷۰ زره افغانان وژلي او میلیونونه نور یې کډوالۍ ته اړ کړي چې نړیواله ټولنه باید دا کړنې وڅېړي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه جو بایډن د ملګرو ملتونو په غونډه کې له طالبانو غوښتي چې د بشر حقوقو ته دې درناوی وکړي.






