وزیراعظم شهباز شریف په امریکا کښې د سوات څخه تعلق لرونکې او نړیوال د امن جایزه نوبل ګټونکې ملاله یوسفزۍ سره لیدنه کړې ده

0
164

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د نوبل انعام ګټونکې ملالې يوسفزۍ سره وليدل۔شهباز شریف او ملالې یوسفزۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې سره ولیدل.

د ملاقات په مهال وزيراعظم د انجونو تعليم او سماجي مسائلو په اړه د ملالې د خدماتو ستائنه وكړه په داسې حال كښې چې شهباز شريف د موسمي بدلون له وجې په زيانونو رڼا واچوله۔
وزيراعظم وويل د نجونو د تعليم د ودې لپاره د تعليم وزارت سره د ملالې فنډ د شراکت ستائنه کوي۔بل لوري ته ملالې یوسفزۍ د وزیراعظم سره په لیدنه کې د نجونو د تعلیم د ودې لپاره د خپل عزم پخلی کړی دی.

د دې تر څنګ ملالې د سېلابونو له امله پر اوښتو زيانونو او په ځانګړې توګه د ښوونځيو په ويجاړولو خواشيني څرګنده کړه او د ملالې فنډ سره يې د مرستې ډاډ ورکړ چې زده کړو ته د ښځو د لاسرسي ډاډ ورکوي.
…………………..
نور خبرونه

په جنوبي وزیرستان کښې د امن د ټینګښت لپاره لاریون شوې دې

د پخواني خزانې وزیر اسحاق ډار واپسي، د داخله چارو وزیر مهم بیان خپور کړې

Leave a reply